IQNA

 د ټيکساس پولیس د جوماتونو د بې احترامي کولو دوسیې سپړي

9:12 - May 26, 2025
د خبر لمبر: 3491172
ایکنا – د امریکا د ټګزاس ایالت د مرکز آستین ښار د پولیسو ا دارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې پولیس به  په دغه ښار کې د درو جوماتونو د سپکاوي او ورانکارئ  په باب په څیړنو سره  ددغو جوماتونو په شاوخوا کې   امنیتي  اقدامات  زیات کړي.

ایکنانیوز د امریکائي رسنیو له قوله راپور  ر اکوي، په امریکا  کې په وروستیو شپو ورځو کې پر درو جوماتونوبریدونه او  سپکاوی ئې  شوي دي.  

 اسلامي بنسټونو له پولیسو څخه غوښتنه کړې چې د دغو جوماتونو په شاوخوا کې امنیتي تدبیرونو زیات کړي.

د امریکائي-اسلامي اړیکو شورا ویلي چې د نوئسس جومات مشرتابه د جومات په اصلي دروازه او شاوخوا نورو ساحو کې د سپرئ په واسطه رنګ شوي سمبولونه، لکه د داوود ستوری، موندلي دي.

د  امریکائي-اسلامي اړیکو شورا لخوا خپور شوي ویډیو کې یو سپین‌پوست سړی ښئي چې خپل مخ ئې پټ کړی او د ننوتلو دروازې یې د سپرې په واسطه رنګوي.

د اهل بیت اسلامي ټولنې بیلبورډونه او دروازې هم  له دغه شان بریدونو سره مخ شوي دي.

د امریکائي-اسلامي اړیکو شورا ویلي چې دا بریدونه د وېرې او تفرقې  د رامینځته کولو په موخه ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4284486  

captcha